د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغان فلم جوړونکو لخوا تولید شوي درې فلمونه چې پکې د کاظم عجرم “د کابل تر ټولو ښکلی کمیس” فلم، د نوید محمدي “اخری زېږون” فلم او د فل ګرابسکي او شعیب شریفي “زما ماشومتوب، زما هیواد” فلم په ګډون په سویډن کې د “سماع” فلم فستیوال کې د افغانستان د برخې جایزه وګټله. د سماع د فلمونو پنځلسم فستیوال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د سویډن په ستاکهولم ښار کې د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د ډایرکټرانو په ګډون جوړ شو. د افغان ډایرکټر کاظم عجرم په لارښودنه د «کابلي تر ټولو ښکلی کمیس» لنډ فلم د سماع فستیوال د غوره لنډ فلم جایزه وګټله. دا فلم د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې جوړ شوی او په مختلفو فیستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105743
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 105743
منتشر شده در 12:07 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email