د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو یوه ورځنۍ غونډه نن د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شوه. د دې غونډې موخه په مشهد کې د ایکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پریکړو د پرمختګ بیاکتنه، د راتلونکي لپاره د ایکو سازمان د لیدلوري سند جوړول، او د سازمان د سکرتریت د جوړښتونو اصلاح کول دي. په دې غونډه کې به د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغزستان، ایران، افغانستان، ترکیه، اذربایجان جمهوریت، پاکستان او تاجکستان د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په برخه کې په بیلابیلو مسلو بحث وشي. په تهران کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستيالانو غونډه کولای شي د ایکو غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همغږۍ په راتلونکي کې کلیدي رول ولوبوي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119397
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 119397
منتشر شده در 12:53 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email