د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د حوت په ۲۶مه دا ادعا وکړه د تحریک طالبان ۵-۶ زره غړي په افغانستان کې شتون لري. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په هغه غونډه کې چې د پاکستان د سولې د مطالعاتو د مرکز له خوا د “افغانستان سوله او پخلاینه: د پاکستان د پالیسۍ ګټې او اختیارونه” تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، وویل: په دې وروستیو کې اسلام اباد څو ځلې له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان بې وسلې کړي او د دې ډلې مشران د پاکستان حکومت ته وسپاري. هغه د هند حکومت هم د TTP په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل چی نوی ډیلی د خپلو افغان همکارانو له لارې دغې ډلې ته پیسې ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور په اړه د اسلام اباد ادعا رد کړې وه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8055
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 8055
منتشر شده در 2:37 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email