د معمار پرس د خبر له مخې؛ د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د امریکا د انتخاب شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغه پلان سختې نیوکې کړې چې غواړي غیرقانوني کډوال په ډله ییزه توګه وباسي او دا یې “شرمناک” بللی دی. ټرمپ، چې د دوشنبې په ورځ به په رسمي ډول په متحده ایالاتو کې واک په لاس کې واخلي، د خپلې لوړې په درشل کې یې اعلان وکړ چې هغه اراده لري چې د متحده ایالاتو په جنوبي پوله کې د مهاجرینو یرغل ودروي او د غیرقانوني مهاجرینو د شړلو پلانونه پلي کړي. د پاپ فرانسیس دا نیوکې په داسې وخت کې کیږي چې د ټرمپ نوې اداره او د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي ایتلاف د غیرقانوني کډوالۍ سره د مبارزې په اړه ورته نظرونه لري.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=117646
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 117646
منتشر شده در 2:03 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email