په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کړکېچ له پیل راهیسې د هېواد دننه او بهر څو ډلو د بشار اسد د حکومت پر ضد جګړه پیل کړې ده. دغه ډلې چې له ایډیالوژیک، قومي او مذهبي پلوه له یو بل سره توپیر لري، نه یوازې دا چې مرکزي حکومت یې کمزوری کړی دی بلکه، دوی د سوریې کورنۍ جګړه په یوه خورا پیچلې معاصر شخړو بدله کړه. اوس له یوې اوږدې مودې وروسته د بشار اسد حکومت نسکور شو او د سوریې رژیم د حکومت د مخالفینو په لاس کې شو. په سوریه کې د بشار اسد د حکومت نسکورېدل د یو لړ داخلي او بهرنیو عواملو پایله ده چې په عین وخت کې یې لاس په کار شو او هغه حکومت، چې یو وخت په سیمه کې یو له ځواکمنو اډو څخه ګڼل کیده، د سقوط کندې ته ورساوه. په سوریه کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو راڅرګندېدل، د هغوی په چلند کې بدلون او په پای کې د ایران او روسیې په ګډون د سوریې د حکومت له متحدینو څخه د سیمې د ملاتړ کمول، ټولو د دغې پایلې په رامنځته کېدو کې رول ولوباوه. د بشار اسد حکومت ته د ایران له پرله پسې خبرداریو سره سره، د عربو او غربي جریانونو پر ژمنو د هغه زیات باور د هغه یوه له مهمو ستراتیژیکو تېروتنو څخه وه چې د دغه سقوط لامل شوه. په لومړي سر کې، د نويو تکتیکونو په کارولو او د خپلې تګلارې په بدلولو سره، تروریستانو وکولای شول چې له هغه وحشي او بې رحمه انځور څخه ځان لرې کړي چې د جګړې په پیل کې یې ښودلی و. د دوي د چلند دغه بدلون د دې لامل شو چي د سوریې ځینې خلک چې له اوږدې جګړې ستړي شوي وو نهغوښتل چي د دوی پر ضد د سوریې د پوځ ملاتړ وکړي. په دې پړاو کې د سوریې د پوځ کمزوری یو بل عامل و چې د حکومت د سقوط لپاره یې شرایط رامنځته کړل. یو له مهمو عواملو څخه چې بشار اسد یې د سقوط په لاره کې واچاوه، د عربي او لویدیځو هیوادونو په ژمنو باندې د هغه ډیر تکیه وه. په داسې حال کې چې ایران په وار وار خبرداری ورکړی و چې د دښمنانو په ژمنو دې باور ونه کړي چې د ده د حکومت د نسکورولو هڅه کوي. بشار دا خبرداری له پامه غورځولې وه او فکر کاوه چې له دغو هېوادونو سره یوې تلپاتې هوکړې ته رسېدلی شي. دې چلند نه یوازې د سوریې حکومت له خپلو اصلي متحدینو لکه ایران او روسیې څخه لرې کړ، بلکې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره یې له اړین اجرایي او پوځي ځواک څخه هم بې برخې کړ. روسیې د سیاسي ملحوظاتو او د خپلو لګښتونو د کمولو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله په دې پړاو کې له پراخو مرستو ډډه وکړه. په سوریه کې اوسنی وضعیت خورا پیچلی دی او د دغه هېواد راتلونکی د کورنیو او بهرنیو په پرېکړو او کړنو پورې اړه لری. که په سوریه کې بېلابېلې ډلې د بهرنیو قدرتونو تر فشار او منځګړیتوب سره یوې ګډې موافقې ته ورسېږي، د یوه ایتلافي حکومت جوړول به ممکن وي. که څه هم د سوریې د راتلونکي په اړه وړاندوینه نه شي کیدای، که چیرې ترهګرې او تکفیري ډلې واک ته ورسیږي او په سوریه کې د نورو مخالفو ډلو د ګډون لپاره زمینه برابره نه کړي، نو ویره شته چې سوریه به د جګړې په ډګر بدله شي په دې صورت کې به نه یوازې سوریه، بلکې ټوله سیمه له دې زیان سره مخامخ شي. په هر صورت، تر هغه چې د داخلي ډلو او سیمه ایزو او نړیوالو سیالیو ترمنځ بې باوري دوام ومومي، په سوریه کې د تلپاتې سولې او د یو ولسي حکومت د جوړولو هیله به په شک کې پاتې وي.
![ولې د سوریې حکومت په ساده ډول سقوط وکړ؟](https://memar.press/wp-content/smush-webp/2024/12/99.jpg.webp)
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112333
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112333
منتشر شده در 6:45 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email