د هند حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشانکار به ۹ کاله وروسته د چین په مشرۍ په یوه غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې د دې کچې هېڅ چارواکي پاکستان ته نه دی تللی. د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې به د هند د صدراعظم نارندرا مودي پر ځای د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشانکار پاکستان ته سفر وکړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال رسنیو ته ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به له خپل پاکستاني سیال سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه وویني.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10901
۴ اونۍ پیش
شماره خبر 10901
منتشر شده در ۱۶:۱۲ - میزان ۱۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email