طالبانو رسنیو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د جوزجان د ګازو د استخراج تړون له یوه ازبک شرکت سره لاسلیک کړی دی. دغه لس کلن تړون چې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او د طوطي میدان د ګازو د استخراج لپاره د یوه ازبک شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د دغه قرارداد له مخې به دغه شرکت په لومړي کال کې ۱۰۰ میلیونه ډالره او د لسو کلونو په موده کې یو میلیارد ډالر پانګونه کوي او په لومړیو دوو کلونو کې به له استخراج شوي ګاز څخه ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=103984
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 103984
منتشر شده در 5:37 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email