د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د انرجي او اوبو سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې د ادیف خیریه بنسټ له یو شمېر علماوو او چارواکو سره په لیدنه کې اعلان وکړ چي افغانستان د انرجي د تولید لپاره کافي سرچینې لري او دا مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره شوې ده. په دې کتنه کې د ترکيې د اديف بنسټ مسوولينو هم وويل چې ترکي سوداګر به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. دوی په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو او زیربنایي پروژو اهمیت ته اشاره وکړه. د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د انرجي او اوبو وزارت او ادیف خيريه بنسټ تر منځ نورې ګډې پروژې هم پلې شوې دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112508
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 112508
منتشر شده در 8:14 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email