د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له کابل سره د خبرو او همکاریو په اړه د ایران، پاکستان، چین او روسیې د وروستي دریځ هرکلی وکړ او وویل چی خبرې اترې د منظم تعامل لپاره شرایط چمتو کوي. ښاغلي فطرت ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخول غواړي. د يادونې ده، چې تېره ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹مې غونډې په څنډه کې د روسيې، چين، ايران او پاکستان لوړ پوړو چارواکو د افغانستان پر وضعيت خبرې اترې وکړې. په دې کتنه کې له کابل سره د خبرو او همکاریو پر اړتیا ټینګار وشو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10680
۱ میاشت پیش
شماره خبر 10680
منتشر شده در ۱۶:۴۴ - میزان ۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email