د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیالې سرمنشي جورجټ ګانيون خبرداری ورکړی چې که طالبان د ښځو او نجونو په وړاندې خپل چلند بدل نه کړي، نو د نړیوالې ټولنې لپاره به “ډیره” ستونزمنه وي چې د دې ډلې حکومت په رسمي توګه وپیژني. اغلې ګانيون له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو لخوا د طالبانو د رسمیت پیژندلو پریکړه د افغانستان په وضعیت کې په بنسټیزو بدلونونو پورې اړه لري. هغه ټینګار وکړ: “که دا وضعیت دوام ومومي، نو د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو کې به ډېر ستونزمن وي.”

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116440
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 116440
منتشر شده در 3:49 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email