د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پاکستان کې د طالبانو سفارت د سه شنبې په ورځ د عقرب په ۲۳ مه نېټه په خپل «X» ټولنیزې شبکې د یوه پیغام په خپرولو سره د دغې ناستې اعلان وکړ. په پاکستان کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی دی. په دغه پیغام کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان د ریل پټلۍ پروژه د راتلونکو ګامونو په اړه، درې اړخیزه سوداګرۍ او ټرانزیټ، د سیمه ییز اتصال په برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې. باید وویل شي، چې نورالدین عزیزي پرون د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6910
۱ کال پیش
شماره خبر 6910
منتشر شده در 1:59 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email