د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر کونړ ولایت د پاکستان راکټي بریدونه غندلي او له اسلام آباده یې غوښتي چې دا بریدونه ودروي. هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي او د دواړو خواوو په ګټه نه دي. راپورونه ښيي چې پاکستاني ځواکونو د جمعې په سهار د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په راکټي بریدونو سره په نښه کړه. ځايي سرچینې وايي چې دغو بریدونو یو شمېر ځايي خلک بې ځایه کړي دي. د دې ولایت اوسیدونکو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د داسې بریدونو د بیا تکرار مخه ونیسي.
![سخنگوی طالبان](https://memar.press/wp-content/uploads/2025/01/سخنگوی-طالبان-779x512.webp)
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116566
۷ ورځې پیش
شماره خبر 116566
منتشر شده در 4:01 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email