د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: د اسلامی امارت ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د وزارت سیاسی مرستیال تیره شپه د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ له یوشمیر مشرانو، مخورو او علماوو سره وکتل.
خبرځاى زياته کړه: مولوي عبدالکبير له دوى څخه د مننې په ترڅ کې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې اسلامي امارت د خلکو رضايت او د هغوى د ستونزو حل کول خپل مکلفيت ګڼي.
مولوي عبدالکبیر له خلکو وغوښتل چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي امارت د چارواکو دروازې د ټولو خلکو پر مخ خلاصې دي ترڅو د هیوادوالو ستونزې واوري او حل یې کړي.
د افغانستان د مجاهد ملت وطنوالو د اشغال د مبارزې لپاره او د اسلامي نظام د تحقق په لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړي او د ساتنې لپاره یې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: “دولتي مشرانو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د جمهوري ریاست له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.”