د معمار پرس د خبر له مخې؛ د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې د سپوږمکۍ انځورونو په حواله تایید کړه چې په بدخشان کې د واخان سړک د جوړولو کار، چې ټاکل شوې وه افغانستان له چین سره ونښلوي، له اوو میاشتو راهیسې ودرول شوی دی. د پروژې د سپوږمکۍ انځورونه، چې د مکسار په نوم د یوې سوداګریزې شرکت لخوا ثبت شوي، د هغه سړک په اړه هیڅ پرمختګ نه ښیې چې طالبان یې د جوړولو ادعا کوي. چین تر اوسه په افغانستان کې کومه لویه زیربنایي پروژه نه ده پیل کړې. امنیتي اندیښنو د دې پلان د پرمختګ مخه نیولې ده. طالبانو په وار وار اعلان کړی و چې د واخان سړک د جوړولو کار روان دی او پرمختګ کوي. خو د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې دا ادعاوې له واقعیت سره سمون نه خوري.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119395
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 119395
منتشر شده در 12:09 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط