د ملي پراختیا شرکت مسئولین: په هېواد کې د هغو ۶۰۰ پروژو برخلیک دې معلوم شي چې کارونه یې په ټپه ولاړ دي

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=3930
۲ کلونه پیش
شماره خبر 3930
منتشر شده در 12:04 ق.ظ

د معمار آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د ملي پراختیا شرکت مسئولینو، د دغه شرکت د ۱۴۰۱ مالي کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او د روان کال پلانونه له رسینو سره شریک کړل.

د غونډې په پیل کې د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالولي عادل، د دغه شرکت د مهمو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې ملي پراختیا شرکت په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټول هېواد کې ۹۳ پروژې ترلاس لاندې نیولې وې چې له دې جملې څخه ۸۳ پروژې بشپړې کړي او مالکینو ته یې سپارلې دي.

هغه زیاته کړه: ملي پراختیا شرکت په پام کې لري چې له اړوندو ارګانونو سره په ګډه په روان کال کې د هغو ۷۲ پروژو چارې بېرته پیل کړي، چې په هېواد کې د سیاسي تحولاتو په راتلو سره یې چارې درېدلې وې.

دغه راز د ملي پراختیا شرکت د بنايي چارو رئیس عبدالله احمدزي وویل: د ملي پراختیا شرکت له جوړښت څخه تر دې دمه، په هېواد کې ۴۵۷ پروژې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او ترڅنګ یې شاوخوا ۶۰۰ پروژې د پرمختیايي بودجې د کمښت له امله کارونه یې په ټپه ولاړ دي.

احمدزي زیاته کړه چې د ملي پراختیا شرکت په پلان کې لري چې په روان مالي کال کې ۸۲ پروژې پلې کړي چې نیمګړې او سترې ملي پروژې پکې شاملې دي چې کارونه به یې بشپړ او پایلې به یې له هېوادوالو سره شریکې شي.

احمدزي له هغو ادارو او سکتورونو څخه چې د ملي پراختیا شرکت د شاوخوا ۱۸،۴ میلیارډه افغانیو په ارزښت پوروړي دي؛ وغوښتل د اسلامي امارت له مشرانو او د مالیې وزارت له رهبرۍ سره ناسته وکړي او دغه پور د ملي پراختیا شرکت د ۱۴۰۲ مالي کال بودجوي څانګې ته انتقال شي.

هغه دغه راز پر هغو ادارو او سکتورونو چې له یاد شرکت سره تړونونه لري؛ غږ وکړ چې د ۶۰۰ پروژو چې کارونه یې په ټپه ولاړ دي؛ برخلیک معلوم کړي. ځکه د هغه په وینا، که چېرې د دغو پروژو برخلیک معلوم نشي؛ نو کېدای شي د ملي پراختیا شرکت عایداتي څانګه چې په ملي عواید جوړېږي؛ زیانمنه شي.

یادو مسئولینو، د قوش تېپې د ستر او ملي کانال د ځینو چارو، د کمال خان بند د کانالونو چارو، د نمک آب کانال د چارو او د تورې بند د چارو بشپړول او د پلتوني او شفلوع بندونو او د کمال خان بند د دویمې کاسې د تخینکي سروې او امکان سنجۍ د چارو پيل، د ملي پراختیا شرکت د سږکال مهم پلانونه یاد کړل.

بیشتر بخوانید:  نیکي هیلي په واشنګټن کې د ګوندونو په منځګړیتوب ټاکنو کې بریا خپله کړه

د یادونې وړ ده چې ملي پراختیا شرکت یو دولتي شرکت دی چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پراختیايي پروژو او پروګرامونو د لا ښې همغږۍ او تطبیق ترڅنګ، د ظرفیت لوړونې او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه تاسیس شو چې د بندونو، کانالونو، ودانیزو، تولید، کرنې او کانونو په برخو کې کار او فعالیت کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
321341432
په بامیان کې له زرو څخه زیاتو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرول
۲۳۱۴۱۲۴۳۱۲۳
په غزه کې د قحطۍ ناورین؛ د خوړو نړیوال سازمان: تر ټولو بد حالت سناریو ریښتیا کیږي
۲۳۱۴۳۴
د طالبانو کلتوري اتشه په تهران کې د ایران د نشراتي چارواکو سره وکتل
پاکستان خواهان عضویت کامل فلسطین در سازمان ملل شد
محمد طه اسحاقي، په افغانستان کې یو ځلیدونکی ستوری
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( چهارشنبه د 1404 کال د اسد 8 )
۱۸ ساعتونه پیش
مجاهد: ملګرو ملتونو خپل موثریت له لاسه ورکړی دی
۱۸ ساعتونه پیش
سخنگوی طالبان : قطر در آزادی افغانستان نقش داشته است
پاکستاني پولیسو په اسلام آباد کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپه وهلې
۲ ورځې پیش
یورش پولیس پاکستان به خانه‌های پناه‌جویان افغانستان در اسلام‌آباد
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳۰ نوې ولسوالۍ جوړې شوې ترڅو “د خدماتو وړاندې کول ښه شي”
۲ ورځې پیش
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سکتوري خونو له غړو سره مشورتي غونډه وکړه
۳ ورځې پیش
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پیژندلو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې
۳ ورځې پیش
وزارت خارجه ایران: تاکنون تصمیم نهایی درباره شناسایی حکومت سرپرست طالبان اتخاذ نشده است
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه (کابل – هرات) دوشنبه د اسد ۶مه
۳ ورځې پیش
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د کارموندنې او قانوني استوګنې لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د تفاهم لیک
۳ ورځې پیش
تفاهم‌نامه ایران و افغانستان برای اشتغال و اقامت قانونی در راه است
گزارش و مصاحبه
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۱ اونۍ پیش
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۱ اونۍ پیش
6:45 ب.ظ
ناگفته‌هایی از علامه سید اسماعیل بلخی
علامه بلخی یکی از برجسته‌ترین چهره‌های مبارزه با استبداد در افغانستان بود. سیّد اسماعیل بلخی در قریهٔ سرپل واقع در ولسوالی بلخاب، ولایت سرپل زاده شد. برخی ولادت وی را در سال ۱۲۹۵، و برخی ۱۲۹۹ (خورشیدی)، گفته‌اند و ۲۴ تیر ۱۳۴۷ ه.ش به شهادت رسید.
۱ اونۍ پیش
6:33 ب.ظ
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
سید جعفر سید آبادی، رئیس اداره اتباع و مهاجرین خارجی خراسان رضوی، در مصاحبه‌ای اختصاصی با خبرگزاری معمار درباره وضعیت مهاجرین و از تلاش‌ها برای خروج عزتمندانه مهاجران و تسهیل ساماندهی آن‌ها سخن گفت.
۲ اونۍ پیش
3:15 ب.ظ
هشدار از خاموشی تدریجی رسانه‌ها در افغانستان + ویدیو
وجدانی با اشاره به سرکوب سیستماتیک رسانه‌ها از سوی حکومت طالبان، هشدار داد که افغانستان به‌سوی خاموشی کامل صداهای مستقل پیش می‌رود.
۲ اونۍ پیش
8:38 ب.ظ
حکم تاریخی دادگاه لاهه علیه طالبان | عدالت یا بحران جدید؟
بررسی حکم اخیر دادگاه بین‌المللی کیفری (لاهه) درباره صدور حکم بازداشت برای چند تن از رهبران طالبان از جمله هبت‌الله آخندزاده
۲ اونۍ پیش
8:42 ب.ظ