لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1935
۲ کلونه پیش
شماره خبر 1935
منتشر شده در 6:30 ب.ظ

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازو په یوه ګډه اعلامیه کې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو دغه پریکړه د هغو ملیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي چې د خپلې بقا لپاره پر بشري مرستو تکیه کوي. دغه اعلامیه د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویس، هالنډ، بریتانیې، د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د استازو له خوا خپره شوې ده. دوی په کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز لګولو په اړه د طالبانو پرېکړه خطرناکه وبلله او له دغې ډلې یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې له دې پرېکړې لاس واخلي. په خصوصي موسسو کې د ښځو د فعالیتونو له ځنډېدو وروسته د نړۍ ډېرو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د دغه محدودیت په اړه جدي غبرګون ښودلی او د ښځو په اړه یې د طالبانو تګلاره د بشري حقونو د نقض یوه ښکاره بېلګه ګڼلې ده. د طالبانو حکومت د دې پر ځای چې د ښځو د زده کړې او کار لپاره بنسټونه برابر کړي، د “ښځې” موضوع اصل له پامه غورځوي او دا کار د دې لامل شوی چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي له خپلو مشروع حقونو بې برخې شي. افغان مېرمنې په خپل اقتصادي فعالیت سره د هېواد د اقتصاد په تولید او تحرک کې مهم رول لوبوي او همدارنګه د پام وړ شمېر ښځې د کورنیو مشري او ډوډۍ ګټونکې ګڼل کېږي، ځکه ډېرو کورنیو خپل نارینه د نیمې پېړۍ په جګړو کې له لاسه ورکړي دي. له بلې خوا د طالبانو حکومت نه دی توانېدلی چې د دغو کورنیو لګښتونه پوره کړي او د دغو محدودیتونو په لګولو سره د دوي ژوند په خطر کې اچوي. له بلې خوا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اعلانولو سره هغه بهرني هېوادونه چې له افغانستان سره په بشري مرستو کې رول لري د انګیزې او لیوالتیا له نشتوالي سره هم مخ دي، چې په پایله کې د مرستو د کمولو له لارې په هیواد کې د جدي بحران لامل ګرځي. نو په اوسنيو شرايطو کې د دا ډول مقرراتو جوړول نه يوازې د افغانستان په ګټه نه دي، بلکې دا د دې لامل ګرځي چې له دې سیمې څخه نړیوالې مرستې اغیزمنې شي او په پایله کې به یې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې او بحرانونه زیات شي.

  د افغانستان، لبنان، یمن او پاکستان د اتباعو لپاره د عراق وړیا ویزه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

حمایت اتحادیه اروپا از بیماران سرطانی افغانستان همزمان با روز جهانی سرطان
اروپايي ټولنه د سرطان په نړیواله ورځ د افغان سرطان ناروغانو ملاتړ کوي
۱ گړی پیش
سازمان ملل: با توقف کمک‌های بین‌المللی بحران افغانستان تشدید می‌شود
ملګري ملتونه: د نړیوالو مالي مرستو په بندیدو سره به د افغانستان کړکېچ لا پسې زیات شي
۲ ساعتونه پیش
وزیر داخله تالبان پس از سفر به عربستان به کابل برگشت
وزیر داخله تالبان پس از سفر به عربستان به کابل برگشت
۳ ساعتونه پیش
سفیر جاپان در کابل: جاپان خواهان صلح و ثبات در افغانستان است
په کابل کې د جاپان سفیر: جاپان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي
۳ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

اروپايي ټولنه د سرطان په نړیواله ورځ د افغان سرطان ناروغانو ملاتړ کوي
۱ گړی پیش
حمایت اتحادیه اروپا از بیماران سرطانی افغانستان همزمان با روز جهانی سرطان
په کابل کې د جاپان سفیر: جاپان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي
۳ ساعتونه پیش
سفیر جاپان در کابل: جاپان خواهان صلح و ثبات در افغانستان است
طالبانو کابل ته د سراج الدین حقاني د راستنیدو اعلان وکړ
۳ ساعتونه پیش
سراج‌الدین حقانی پس از سفر به عربستان به کابل برگشت
طالبانو په افغانستان کې د بیګم راډیو خپرونې بندې کړې
۴ ساعتونه پیش
طالبان نشرات رادیو بیگم را در افغانستان متوقف کردند
ملګرو ملتونو د سراج الدین حقاني لپاره د سفر دوهم معافیت اعلان کړ
۲۳ ساعتونه پیش
سازمان ملل از دومین‌ معافیت سفر برای سراج الدین حقانی خبر داد
د ۱۶۴۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ۱۹۱۰ قیراط پنجشیر زمرد استخراج او پلور
۲۳ ساعتونه پیش
استخراج و فروش ۱۹۱۰ قیراط زمرد پنجشیر به ارزش ۱۶۴ هزار دالر
ټرمپ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا سره د اړیکو پرې کولو پریکړه وکړه
۲۳ ساعتونه پیش
ترامپ تصمیم به قطع تعاملات با شورای حقوق بشر سازمان ملل گرفت
ایراني او پاکستاني چارواکي د افغانستان پر امنیت او په سیمه باندې د هغې پر اغیز ټینګار کوي
۲۴ ساعتونه پیش
افغانستان محور گفت‌وگوهای مقامات ایران و پاکستان

گزارش و مصاحبه

نقش گروهای مخالف تالبان در شکل گیری آینده افغانستان
نقش گروهای مخالف تالبان در شکل گیری آینده افغانستان
مهرهای سوخته فراری دیگر جایی ندارند ! نقش گروهای مخالف تالبان در شکل گیری آینده افغانستان
۲۴ ساعتونه پیش
4:33 ب.ظ
نشست معاونین وزرای خارجه اکو در تهران
په تهران کې د ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو غونډه
۱ ورځ پیش
12:53 ق.ظ
د افغانستان پر اقتصاد د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو اغېزې
د افغانستان پر اقتصاد د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو اغېزې
۳ ورځې پیش
2:34 ب.ظ
از رد کمک‌های خارجی تا درخواست ادامه حمایت
از رد کمک‌های خارجی تا درخواست ادامه حمایت!
تأثیر تعلیق کمک‌های مالی آمریکا بر اقتصاد افغانستان- 🎤 شاکر یعقوبی - تحلیلگر اقتصادی و کارشناس مسائل افغانستان
۵ ورځې پیش
6:29 ب.ظ
موسوی-قادری
بررسی پیام ها و پیامدهایسفر هیات عالی رتبه ایرانی به افغانستان
۷ ورځې پیش
10:19 ب.ظ
رویکردهای احتمالی ترامپ در قبال افغانستان !
رویکردهای احتمالی ترامپ در قبال افغانستان !
مصاحبه با مرتضی مطهری در برنامه فانوس کارشناس مسائل سیاسی از پاکستان
۷ ورځې پیش
8:21 ب.ظ
خبرگزاری معمار We would like to show you notifications for the latest news and updates.
Dismiss
Allow Notifications