د معمار پرس د خبر له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د زیږون ۱۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي. د دې خبرپاڼې له مخې، دوه مرکزونه په هرات، کندهار او پکتيا ولايتونو کې او نور مرکزونه په جلال اباد، هلمند، پکتيکا او مزارشريف کې فعاليت پيل کړي دي. د بیانیې په دوام کې ټینګار شوی، چې دغه اقدام د پراختیا په بېلابېلو برخو په تېره بیا د روغتیا په برخه کې د بنسټیزو تاسیساتو د ښه والي په هدف ترسره شوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112114
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112114
منتشر شده در 3:16 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email