د معمار پرس د خبر له مخې؛ دیوګو جوتا، د لیورپول او د پرتګال د ملي ټیم یو مشهور سټرایکر، د ۲۸ کلنۍ په عمر د هسپانیې په زمورا ولایت کې د موټر په ټکر کې مړ شو.
د هسپانوي ورځپاڼې مارکا په وینا، دا بدبخته پیښه د پنجشنبې په سهار، د جولای په ۳مه، د پالاسیوس ډی سانابریا ښار ته نږدې د A-52 سړک په ۶۵ کیلومترۍ کې رامنځته شوه.
جوتا او د هغه ورور اندرې، د پینافییل ټیم ۲۶ کلن لوبغاړی، په یوه موټر کې وو چې له سړک څخه ووت او اور یې واخیست.