په پکتیکا ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو خبریالانو ته امر کړی چې په دې ولایت کې د ژوندیو موجوداتو له فلم اخیستلو ډډه وکړي. د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ، د دلو په ۸مه، په پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا پریکړه تیره اونۍ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته اعلان کړه. د دې ادارې چارواکو ټینګار کړی چې دا حکم د اسلامي قوانینو پر بنسټ صادر شوي دي. همدارنګه، د طالبانو د امر بالمعروف او د نهي عنالمنکر وزارت اعلان کړی چې دا قانون به په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې پلي شي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=118547
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 118547
منتشر شده در 1:05 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط