د معمار پرس د خبر له مخې: د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژې او نورو پرمختیايي پروژو د پرانستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د طالبانو د لومړي وزیر محمد حسن اخند په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي ترکمنستان ته تللی دی. د طالبانو د رسنیو د معلوماتو له مخې، ښاغلي اخند ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او د دغه هېواد یو شمېر نورو چارواکو هرکلی ووایه. د سرچينې په وينا، د طالبانو صدراعظم د ترکمنستان له ملي مشر قربان قلي بردي محمدوف سره د ترکمنستان په سليم چشمه ماري منطقه کې په خپل استوګنځي کې وکتل.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10385
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10385
منتشر شده در 2:25 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email