د معمار پرس د خبر له مخې، په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس ډلې لومړۍ غونډه به د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي. په چین کې د طالبانو سفارت په “ایکس” کې لیکلي چې په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي دغه موضوع د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې له مرستیال “ماو مینګ” سره په لیدنه کې مطرح کړې ده. موسوي دا خبر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا له سفیرانو او دیپلوماتیکو مشرانو سره تر کتنې وروسته اعلان کړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7645
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7645
منتشر شده در 2:50 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email