د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې په ایران او پاکستان کې د قانوني مهاجرینو وضعیت نورمال دی. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو سره په خبرو کې وویل: په ایران او پاکستان کې د قانوني مهاجرینو وضعیت کومه ځانګړې اندیښنه نه ده رامنځته کړې او دا مهال عادي ده. نوموړي د هغو ستونزو يادونه هم وکړه، چې د يو شمېر مهاجرينو په وړاندې رامنځته شوي، خو ټينګار يې وکړ، چې په يادو هېوادونو کې د افغان مهاجرينو عمومي وضعيت عادي دى.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112421
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112421
منتشر شده در 11:57 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email