د معمار پرس د خبر له مخې؛ له ولايتونو سره د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د همغږۍ مسوول او د کاپيسا ولايت لپاره د دې ډلې د والي ورور حاجي توريال له دوو نورو کسانو سره په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو. د طالبانو د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ (د جدي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په تنګي تاشقرغان سیمه کې شوې ده. د راپورونو له مخې د حاجي توریال موټر د شمال په لویه لاره له یوه بل موټر سره ټکر کړی چې له امله یې نوموړی او دوه ملګري یې وژل شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=115151
۲ اونۍ پیش
شماره خبر 115151
منتشر شده در 12:00 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email