په کابل کې د قرغزستان سفیر دانیار ژولچیف په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره وکتل او په دې کتنه کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ دوه اړخیزې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې وڅیړل شوې. ښاغلي ستانکزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو پياوړتيا ډېره مهمه وبلله او دا يې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره يو اساسي ګام وباله. د قرغزستان سفیر دغه راز د افغانستان د کانونو او کرنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې او دوه اړخیزو همکاریو په اړه د خپل هېواد د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د چټکتیا لپاره د قرغزستان د هڅو یادونه وکړه.
![تاکید مقامات طالبان و قرقیزستان بر تقویت روابط اقتصادی و سیاسی](https://memar.press/wp-content/uploads/2024/12/مقامات-طالبان-و-قرقیزستان-779x512.webp)
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113575
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 113575
منتشر شده در 3:05 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email