د ژغورنې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا د یوه غړي د څرګندونو له خپرېدو وروسته د طالبانو ویاند او د مقاومت عالي شورا هر ډول رسمي خبرې رد کړې. د افغانستان د ژغورنې د عالي شورا ویاند حسین یاسا د شنبې په ورځ (د میزان ۲۱مه) رسنیو ته وویل: “طالبان پر خبرو باور نه لري او تر اوسه له طالبانو سره د مقاومت شورا رسمي خبرې نه دي کړي. د دغې شورا ویاند ویلي دي: تر اوسه د مقاومت د عالي شورا له خوا د طالبانو د خبرو اترو کمیټه نه ده جوړه شوې. خو د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره پراخ تماسونه نیول شوي او دا تماسونه لا هم پر ځای دي.»
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=104404
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 104404
منتشر شده در 3:56 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email