د سوریې د حکومت مخالفو ډلو د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د دغه هیواد پلازمینې ته ننوتي او د دمشق په ښار کې یې د راډیو او ټلویزیون ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده او په ورته وخت کې خبری سرچینو خبر ورکړی چې بشار اسد له پلازمینې وتلی دی. د معمار پرس د خبر له مخې؛ په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت مخالفې ترهګرې ډلې دمشق ته ننوتلي او د دغه هیواد نږدې ټول مهم پوځي او امنیتي مرکزونه یې نیولي دي چې له څو ساعتونو راهیسې له سوریې څخه د بشار اسد د وتلو خبر خپاره کیږي. دمشق ته د سوریې د مخالفو ترهګرو په راتګ سره په دغه هیواد کښې د بشار اسد د کورنۍ ۵۳ کلنه واکمني هم ختمه شوه. راپورونه وايي، د سوریې ولسمشر بشار اسد مخکې له دې چې مخالفان پلازمېنې ته ننوځي، له هېواده نامعلوم ځای ته ولاړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112123
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112123
منتشر شده در 4:28 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email