د معمار پرس د خبر له مخې؛ کریسټیانو رونالډو، د پرتګالي فوټبال افسانه، د سپورت په تاریخ کې یو بې ساري ریکارډ ترلاسه کړ او وکولی شو چې د خپلو کلب ګولونو شمیر 800 ته لوړ کړي.
دغه ۴۰ کلن ستوری، چې لا هم د خپل فټنس په اوج کې دی، یو ځل بیا په دې لاسته راوړنه سره ثابته کړه چې هغه د فوټبال په تاریخ کې یو له سترو لوبغاړو څخه دی.
د احصایو له مخې، رونالډو د خپل ټول مسلک په اوږدو کې ۸۰۰ کلب ګولونه وهلي دي، چې پکې د سپورټینګ لزبن، مانچسټر یونایټډ، ریال ماډریډ، یوونټس او النصر لپاره لوبېدل شامل دي.