د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو له وزیر محمد رضا ظفرقندي سره ولیدل او دواړو خواوو د روغتیا او درملنې په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو په اړه بحث وکړ.
دا غونډه د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا د لارو چارو د څیړلو لپاره ترسره شوه.
په دې بحثونو کې، دواړو خواوو د تجربو د تبادلې، طبي او تعلیمي خدماتو چمتو کولو او د روغتیا په برخو کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.