د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم ایستل کېږي. دغه پرېکړه لیک چې د سې شنبې په ورځ (د قوس ۲۰مه) تصویب شو، د مسکو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان او سیمې په اړه خپلې تګلارې تنظیم کړي. دا پرېکړه چې له میاشتو څېړنو او بحثونو وروسته دې پایلې ته ورسېده چې له طالبانو سره د مسکو د خبرو زمینه برابروي. د دغه قانون تصویب له طالبانو سره د معاملې په برخه کې د روسیې په چلند کې بدلون ښيي. له دې سره سره طالبان د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112681
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112681
منتشر شده در 7:16 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email