د بشري حقونو د څار سازمان راپور: طالبان د مذهبي اقلیتونو په ځانګړې توګه شیعه ګانو ته د امنیت په برابرولو کې پاتې راغلي

memaarpress.com
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1041
۳ کلونه پیش
شماره خبر 1041
منتشر شده در 1:33 ب.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار سازمان د سې شنبې په ورځ د سنبلې په ۱۵مه په یوه راپور کې وویل، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، داعش د هزاره ګانو پر ضد د ۱۳ بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست، چې په پایله کې یې ۷۰۰ کسان مړه او ټپیان شول.

دغه سازمان وايي، د طالبانو هغه تګلارې چې پر بنسټ يې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، د تروريستي بريدونو له امله زيانونه زياتوي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د طالبانو له واک ته د رسېدو سره، هزاره ګان د خپل امنیت په اړه ډیر اندېښمن دي.

د باميانو ولايت يوه اوسېدونکي او د قربانیانو کورنۍ څخه وايي: “موږ نور خپل ماشومان ښوونځي ته نه لیږو او خپل دوکانونه ژر تړو. له برید وروسته جومات هم وتړل شو.»

د مزارشريف يوه اوسېدونکي او د قربانيانو له کورنۍ څخه يې وويل: “موږ نور خپل ماشومان ښوونځيو ته نه لېږو او خپل دوکانونه ژر وتړو. له برید وروسته جومات هم وتړل شو.»

د بشري حقونو د څار ادارې له خوا مرکې شوې ډېرو ویلي چې دوی د بریدونو په پایله کې خپګان او سخت روحي صدمې سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار د افغانستان د څانګې څیړونکې، فرشته عباسي وویل: د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې ویلي چې داعش په پرله پسې ډول پر هزاره ګانو او نورو مذهبي لږکیو د دوی په جوماتونو، ښوونځیو او کارځایونو بریدونه کړي، خو طالبانو د دغو ټولنو د ساتنې لپاره هېڅ نه دي کړي.

بیشتر بخوانید:  د کندهار – ارزګان سړک د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي

هغه ټینګار وکړ چې طالبان مکلف دي چې په خطر کې د خلکو ساتنه وکړي او د بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي.

د بشري حقونو د څار دغه څېړونکي ویلي: د وسله والو ډلو مشران ښايي یوه ورځ د هزاره ګانو او نورو ټولنو پر وړاندې د خپلو جرمونو له امله له سزا سره مخامخ شي. د طالبانو چارواکي چې د مذهبي اقلیتونو د بریدونو څخه د ساتنې لپاره عمل نه کوي ممکن په دې جدي جرمونو کې ښکیل وي.

د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په يو کال کې پر ملکي ځايونو ډېر بريدونه شوي، چې ډېری يې هزاره ګان دي، چې په ترڅ کې يې سلګونه کسان وژل شوي او ټپيان دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
وزیران خارجه روسیه و چین درباره جنگ اوکراین و تنش‌ها با آمریکا گفت‌وگو کردند
د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین جګړې او له امریکا سره د تاوتریخوالي په اړه بحث وکړ
۹ ساعتونه پیش
12435465879
ملګري ملتونه: د افغان کډوالو د راستنیدو کړکېچ بیړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا لري
۱۰ ساعتونه پیش
12345465789
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې ۱ ملیارد ډالرو ته نژدې شوې
۱۱ ساعتونه پیش
تأکید نمایندگان سازمان همکاری اسلامی و مالیزیا بر حمایت از مردم افغانستان در روند دوحه
د اسلامي همکارۍ سازمان او مالیزیا استازي د دوحې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ باندې ټینګار کوي
۱۱ ساعتونه پیش

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

په ترکیه کې د ښي اړخ ګوند مشر د افغان کډوالو د شړلو غوښتنه کوي
۱۳ ساعتونه پیش
رهبر حزب افراطی در ترکیه خواستار اخراج مهاجران افغان شد
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( دوشنبه د 1404 کال د سرطان 23 )
۱۴ ساعتونه پیش
د برازیل ولسمشر: د نړیوال نظم په اړه د ملګرو ملتونو مشرتابه مخ په کمیدو ده
۱۴ ساعتونه پیش
رئیس‌جمهور برزیل: ساختار کنونی نظم جهانی رو به فروپاشی است
په هیواد کې په خصوصي طبي مرکزونو کې د بهرنیو ډاکټرانو د اسنادو او فعالیتونو بیاکتنه
۱ ورځ پیش
ولې افغانستان د کډوالو د یوې لویې څپې د جذبولو وړتیا نلري؟
۱ ورځ پیش
آسټرالیا: په تایوان کې د پوځي مداخلې پریکړه د حکومت پریکړې پورې اړه لري
۱ ورځ پیش
استرالیا: تصمیم‌گیری درباره مداخله نظامی در تایوان مشروط به تصمیم دولت است
جرمني: د هغو افغانانو لپاره چې د منلو ژمنې لري ویزې دوام لري
۱ ورځ پیش
کیم جونګ اون: شمالي کوریا په غیر مشروط ډول د روسیې ملاتړ کوي
۱ ورځ پیش
کیم جونگ اون: کره شمالی از روسیه بی‌قیدوشرط حمایت می‌کند

گزارش و مصاحبه

عزیز معارج
به‌رسمیت‌شناسی طالبان توسط روسیه؛ چرخش ژئوپولیتیکی یا عبور از اصول انسانی؟
۴ ورځې پیش
8:20 ب.ظ
بازگشت بدون استقبال؛ مهاجران در بن‌بست بی‌ساختاری
در گفت‌وگویی اختصاصی با عبدالغفار نظامی، کارشناس اقتصادی افغانستان، وی به بحران بازگشت مهاجران افغان به کشور بدون هیچ زیرساخت و برنامه‌ مشخص پرداخت. نظامی هشدار داد که این موج بازگشت، در غیاب حمایت‌های مؤثر، می‌تواند به بحران اجتماعی و اقتصادی بزرگی تبدیل شود.
۲ میاشتی پیش
6:15 ب.ظ
جمعه‌خان پویا: تصمیم دیوان عالی آمریکا تهدیدی جدی برای امنیت پناهجویان افغان است
جمعه خان پویا، فعال حقوق بشر افغان، در گفت‌وگویی اختصاصی با تلویزیون معمار در برنامه فانوس، تصمیم اخیر دولت آمریکا مبنی بر اخراج پناهجویان افغان را به‌شدت محکوم کرده و آن را نقض تعهدات اخلاقی و امنیتی این کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:14 ب.ظ
صحرا کریمی: تغییر نام «افغان‌فلم»؛ آغاز پاکسازی فرهنگی توسط طالبان
در مصاحبه‌ای با برنامه «فانوس»، صحرا کریمی، رئیس پیشین «افغان‌فلم»، اعلام کرد که طالبان با تغییر نام این نهاد به «مدیریت سمعی و بصری»، درصدد حذف هویت فرهنگی و تاریخی افغانستان هستند. وی این اقدام را بخشی از پروژه‌ای برای تحریف حافظه جمعی و کنترل روایت‌های تصویری کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:41 ب.ظ
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
«مداخلات خارجی و حمایت از گروه‌های شبه‌نظامی در افغانستان در ایجاد وضعیت کنونی نقش کلیدی داشته‌ و رهبران سیاسی افغانستان نیز که با نگاهی به بیرون، بر عمق و پیچیدگی این بحران افزودند، از این مسئولیت مبرا نیستند...»
۲ میاشتی پیش
1:14 ب.ظ
یونس قانونی: غیبت طالبان در نشست بن از کاستی‌های بزرگ آن بود
یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه شتون د هغې له لویو نیمګړتیاوو څخه وه
۳ میاشتی پیش
1:55 ب.ظ