د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبراهمایان جیشینکر په تهران کې سره وکتل او د وروستیو نړیوالو او سیمه ایزو پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې. په دغه کتنه کښې دواړو لورو د وروستیو نړیوالو او سیمه ایزو پرمختګونو په تیره بیا د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنه او جنایتونو په هکله د نظر تبادله وکړه. د هند د بهرنیو چارو وزیر چې د خپل ایراني سیال په بلنه تهران ته تللی و، له ایراني لوري سره یې د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو هم خبرې وکړې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7475
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7475
منتشر شده در 12:10 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email