د معمار پرس د خبر له مخې؛ اروپايي ټولنې اعلان وکړ، چې د افغانستان له اقتصاد سره د مرستې په موخه به د دوه کلن پروګرام په ترڅ کې د افغانستان په کلیو کې د اقتصادي امنیت د پروژو د ملاتړ لپاره ۱۶ نیم میلیونه ډالره ځانګړي کړي. اروپايي اتحادیې زیاته کړه چې دا ژمنه په مؤثره توګه دوه کلن پروګرام دی چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO)، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) او متحده ایالاتو لخوا به ترسره شي. دا پروګرام به په کندهار، هلمند او بادغیس ولایتونو کې پلی شي. په دې پروګرام کې له کروندګرو سره مرسته کېږي، چې ډېر محصولات تولید کړي او د دوی ژوند ښه کړي. همدارنګه د دغو بزګرانو لپاره نورې دندې هم موندل کیږي ترڅو د دوی عاید زیات کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=110260
۲ اونۍ پیش
شماره خبر 110260
منتشر شده در 12:10 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email