د معمار پرس د خبر له مخې: افغان مظاهره کوونکو ښځو د ارغواني شنبېګاني د غورځنګ په مشري، د یوناما د مشرې روزا اتونبایوا د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه. دوی په دې باور دي چې د طالبانو پر وړاندې د یوناما د زغم چلند دغه ډله پیاوړې کړې او په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې ظلمونه زیات کړي دي. دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي او د طالبانو د ملاتړ پر ځای دې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو ملاتړ وکړي. که دغو غوښتنو ته پام ونه شي، د ارغواني شنبېګاني غورځنګ ګواښ کړی، چې په افغانستان کې به د یوناما د دفتر د تړلو غوښتنه وکړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113099
۱ میاشت پیش
شماره خبر 113099
منتشر شده در 2:06 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email