لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116318
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 116318
منتشر شده در 6:14 ب.ظ

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې بې ثباته امنیتي شرایطو، ترهګریزو بریدونو، وسله والو جګړو او له بشري حقونو سرغړونو ته په اشارې سره له خپلو اتباعو غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر څخه ډډه وکړي. د سفارت د فعالیتونو ځنډول او د قونسلګرۍ د خدمتونو محدودیت هم اندېښنې زیاتې کړې دي. له بلې خوا طالبانو د دغو ارزونو په ردولو سره افغانستان د بهرنیو دیپلوماتانو او سیاستوالو د حضور لپاره خوندي او مناسب بللی دی. په هر صورت، ورته خبرداری د لویدیځ هیوادونو لکه امریکا، آلمان او انګلستان لخوا صادر شوی چي دا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او د نړیوالو د باور ترلاسه کولو په برخه کې د طالبانو د ننګونو په اړه جدي اختلاف څرګندوي. په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه بېلابېلې ارزونې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ ژور واټن په ګوته کوي. د کاناډا او نورو لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه لا هم افغانستان د خپلو اتباعو لپاره ناامنه او خطرناکه ګڼي او په تکراري ډول دغه هېواد ته د سفر کولو خبرداری ورکوي. دا اخطارونه په عمده توګه د تروریستي بریدونو، وسله والې جګړې، تښتونې، خپلسري نیونې او د اوسنيو واکمنانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو پر بنسټ دي. له بلې خوا طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت انځور وړاندې کړي او دغه هېواد د ډیپلوماټانو او بهرنیو سیاستوالو د حضور لپاره مناسب ښکاره کړي. د نظرونو دغه ټکر په ښکاره توګه د نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې د طالبانو بنسټیز ننګونې په ګوته کوي. د طالبانو له هڅو سره سره چې افغانستان د یوه خوندي او باثباته هېواد په توګه انځوروي، د لویدیځو هېوادونو او د بشري حقونو د سازمانونو تکراري راپورونه او اخطارونه بل انځور وړاندې کوي. د دې وضعیت دوام ښيي چې پر طالبانو د نړیوالې ټولنې باور لا هم کمزوری دی او دا ډله د دې نظر د بدلولو لپاره د امنیت، بشري حقونو او دیپلوماتیکو تعاملاتو په برخو کې جدي ګامونو ته اړتیا لري. له بلې خوا په افغانستان کې د ډیپلوماټیکو حضور د محدودولو او د قونسلګرۍ د خدماتو د کمولو په اړه د لویدیځو هېوادونو پرېکړه نه یوازې په اوسنیو شرایطو کې د بې باورۍ څرګند پیغام دی، بلکې پر طالبانو اضافي فشار راوړي چې د پام وړ بدلونونه راولي. دا په افغانستان کې د داخلي پرمختګونو او په سیمه ایز امنیت د هغې د اغیزو په اړه د ژورې اندیښنې انعکاس هم دی. دې قضیو ته په پام سره، داسې ښکاري چې له طالبانو سره د بین المللي تعاملاتو راتلونکی مستقیما د دې ډلې په وړتیا پورې اړه لري چې د امنیت تضمین چمتو کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د بشري حقونو وضعیت ښه کړي. تر څو چې دغه بدلونونه نه وي پلي شوي، افغانستان به د لوړ خطر لرونکي سیمې په توګه وګڼل شي او بېلابېل هېوادونه به غوره ګڼي چې په افغانستان کې د خپلو اتباعو د تګ مخه ونيسي. دا وضعیت کولای شي د طالبانو په هڅو د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو، پراختیایي مرستو او د هیواد د نړیوال موقف د ښه کولو لپاره اوږدمهاله اغیزې ولري.

  انجلینا جولي: له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

ت البانو د ښځو د غږونو خپرول په بشپړ ډول منع کړل
۵ ورځې پیش
د یمن مقاومت؛
د یمن مقاومت؛ د امریکا او صهیونیسټ رژیم لپاره یو ویرونکې خوب
۶ ورځې پیش
گفتگوی نمایندگان دوحه و پکن درباره افغانستان
د دوحې او بیجینګ استازي د افغانستان په اړه خبرې وکړې
۶ ورځې پیش
بازداشت کرم امام اوغلو
د اردوغان اصلي سیال او د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ونیول شو
۶ ورځې پیش

آخرین اخبار مهم

د یمن مقاومت؛ د امریکا او صهیونیسټ رژیم لپاره یو ویرونکې خوب
۶ ورځې پیش
د یمن مقاومت؛
د دوحې او بیجینګ استازي د افغانستان په اړه خبرې وکړې
۶ ورځې پیش
گفتگوی نمایندگان دوحه و پکن درباره افغانستان
د اردوغان اصلي سیال او د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ونیول شو
۶ ورځې پیش
پوتین د اوکراین پر ضد د بریدونو د بندولو لپاره د ټرمپ له وړاندیز سره موافقه وکړه
۶ ورځې پیش
پوتین با پیشنهاد ترامپ برای توقف حملات به اوکراین موافقت کرد
د صادراتو د ښه والي لپاره د معیاري کولو له نړیوال سازمان سره د طالبانو همکاري
۶ ورځې پیش
همکاری طالبان با سازمان بین‌المللی استانداردسازی برای بهبود صادرات
ازبک او امریکایي چارواکي د سیمې او افغانستان پر وضعیت خبرې کوي
۶ ورځې پیش
گفتگوی مقامات ازبکستان و آمریکا درباره وضعیت منطقه و افغانستان
د تورخم دروازه نن پرانیستل کېږي
۶ ورځې پیش
گذرگاه تورخم امروز بازگشایی می‌شود
افغانستان د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو لپاره د اندیښنو مرکز دی
۷ ورځې پیش
افغانستان د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو لپاره د اندیښنو مرکز دی

گزارش و مصاحبه

مصاحبه با مجیب الرحمان شمال - دموکراسی در افغانستان
مصاحبه با نجیب الرحمان شمال – دموکراسی در افغانستان
۲ اونۍ پیش
5:25 ب.ظ
نگرانی های جامعه جهانی و لزوم حمایت بین المللی از حقوق زنان
مصاحبه – نگرانی های جامعه جهانی و لزوم حمایت بین المللی از حقوق زنان
۳ اونۍ پیش
5:23 ب.ظ
آیا-حکومت-طالبان-واقعاً-متعلق-به-همه-مردم-افغانستان-است
آیا حکومت طالبان واقعاً متعلق به همه مردم افغانستان است؟
طالبان تنوع فرهنگی، مذهبی و زبانی را تهدیدی برای بقای خود می‌دانند . آیا حکومت طالبان واقعاً متعلق به همه مردم افغانستان است؟
۴ اونۍ پیش
4:36 ب.ظ
بررسی وضعیت مهاجرین افغانستانی در پاکستان
بررسی وضعیت مهاجرین افغانستانی در پاکستان ( مصاحبه با راحل تلاش و سخی سعادت )
بررسی وضعیت مهاجرین افغان در پاکستان مهمانان برنامه: راحل تلاش - فعال حقوق زنان سخی سعادت - تحلیلگر مسائل افغانستان
۱ میاشت پیش
1:16 ب.ظ
سقوط سه پله‌ای افغانستان در شاخص مبارزه با فساد
سقوط سه پله‌ای افغانستان در شاخص مبارزه با فساد
در این برنامه به بررسی دلایل و پیامدهای سقوط سه‌پله‌ای افغانستان در شاخص مبارزه با فساد و تأثیر آن بر اقتصاد و جامعه پرداخته می‌شود.
۱ میاشت پیش
5:34 ب.ظ
تهران - دومین روز همایش نخبگان افغانستانی
تهران – د افغان اشرافو کنفرانس دوهمه ورځ
۱ میاشت پیش
3:08 ب.ظ
خبرگزاری معمار We would like to show you notifications for the latest news and updates.
Dismiss
Allow Notifications