لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1075
۲ کلونه پیش
شماره خبر 1075
منتشر شده در 6:32 ب.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتوت د علمي چارو لوړپوړي کارکوونکې “شهرت قابل‌اف” وویل: د افغانستان اقتصادي بیارغونه به د شانګهای د همکارۍ سازمان د سمرقند د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي، ځکه چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له ناڅاپي وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په ثبات کې د شانګهای د همکارۍ سازمان رول او اهمیت په دغه هېواد کې د پام وړ زیات شوی دی.

هغه څرګنده کړه: په همدې تړاو د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په نوښت د “شانګهای-افغانستان د همکارۍ سازمان” په چوکاټ کې د سازمان د څارونکو هېوادونو لکه اذربایجان، ارمنستان، ترکیې، کمبوډیا، نیپال، مصر، قطر او سعودي عربستان په ګډون سره منظمې لوړې کچې غونډې او همدارنګه نړیوال سازمانونه ځانګړی اهمیت لري.

دغه ازبک کارپوه په دوام وویل: د «افغانستان: امنیت او اقتصادی پراختیا» په اړه نړیواله غونډه چې د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د تاشکند په ښار کې د څه دپاسه شلو بهرنیو هیوادونو او نړیوالو جوړښتونو د پلاویو په شتون سره جوړه شوه، د دغې بڼې اغیزمنتیا ثابتوي.

قابل‌اف یادونه وکړه چې دې غونډې د ازبکستان د بهرني سیاست روڼتیا او د مرکزي او جنوبي اسیا د تاریخي اتصال د بیا رغولو د مسئلې د حل اهمیت څرګند کړ.

یوه له لویو پروژو څخه، د پاکستان د ګوادر بندر ته د لاسرسي سره د “مزار شریف-کابل-پیښور” اورګاډي پټلۍ جوړول به د افغانستان د اقتصاد په بیارغونه کې مرسته وکړي، د لویدیځ او ختیځ هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکړي، او د سیمې جیو پولیټیکل منظره بدلوي. دغه طرحه د ازبکستان د ولسمشر له خوا وړاندیز شوې وه.

  په پکتيکا کې په وسله واله نښته کې د يوې کورنۍ په ګډون نهه تنه وژل شوي دي

د مرکزي اسیا د نړیوال انستیتیوت دغه لوړپوړي علمي چارواکي څرګنده کړه: د تاشکند غونډې خپل موثریت ثابت کړی او کولای شي په راتلونکي کې د افغانستان د مسایلو په اړه څیړنه او د خبرو اترو لپاره لکه امنیت، د افراطیت او ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي، د یو ټول شموله حکومت جوړول، د بشري حقونو او ازادۍ برابرول، ټولنیز-اقتصادي بیارغونه، د زیربناوو او کلتوري پروژو پلي کولو لپاره یوه بڼه ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

باسلونا قهرمان سوپرجام اسپانیا شد
بارسلونا د هسپانیې سوپر کپ وګاټه
۳ ساعتونه پیش
پوتین-و-ترامپ
جرمني د ټرمپ او پوتین د احتمالي لیدنې هرکلی کوي
۳ ساعتونه پیش
طالبان از صدور بیش از ۱۵ میلیون تذکره الکترونیک خبر داد
طالبانو د ۱۵ ملیون څخه زیاتو الکترونیکي تذکرو د وېش اعلان وکړ
۳ ساعتونه پیش
جیک سالیوان : تاریخ قضاوت خوبی درباره تصمیم بایدن برای خروج از افغانستان خواهد داشت
جیک سالیوان: تاریخ به د بایډن د افغانستان څخه د وتلو پریکړې په اړه په ښه ډول قضاوت وکړي
۴ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

بارسلونا د هسپانیې سوپر کپ وګاټه
۳ ساعتونه پیش
باسلونا قهرمان سوپرجام اسپانیا شد
طالبانو د ۱۵ ملیون څخه زیاتو الکترونیکي تذکرو د وېش اعلان وکړ
۳ ساعتونه پیش
طالبان از صدور بیش از ۱۵ میلیون تذکره الکترونیک خبر داد
جیک سالیوان: تاریخ به د بایډن د افغانستان څخه د وتلو پریکړې په اړه په ښه ډول قضاوت وکړي
۴ ساعتونه پیش
جیک سالیوان : تاریخ قضاوت خوبی درباره تصمیم بایدن برای خروج از افغانستان خواهد داشت
ملګرو ملتونو د میلیونونو کډوالو د کوربه توب له امله له ایران څخه مننه وکړه
۵ ساعتونه پیش
قدرانی سازمان ملل به از ایران بابت میزبانی از میلیون‌ها مهاجر
په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د برېښنايي تذکرې د وېش درې مرکزونه جوړول
۶ ساعتونه پیش
ایجاد سه مرکز توزیع تذکره الکترونیکی برای مهاجرین افغانستان در ایران
ملاله یوسفزۍ د مسلمانو مشرانو څخه وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي
۶ ساعتونه پیش
ملاله یوسف‌زی خواستار ایستادگی رهبران مسلمان در برابر طالبان شد
جرمني د ټرمپ او پوتین د احتمالي لیدنې هرکلی کوي
۷ ساعتونه پیش
استقبال آلمان از دیدار احتمالی ترامپ و پوتین
د ایران سفیر او د طالبانو د صنعت وزیر د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې
۱ ورځ پیش
سفیر ایران و وزیر صنعت طالبان درباره گسترش روابط تجاری و اقتصادی گفتگو کردند

گزارش و مصاحبه

112
محدود صادرات او پراخ واردات؛ د افغانستان صادرات څنګه وده کولای شي؟
۵ ورځې پیش
7:28 ب.ظ
گفتگوی اختصاصی با حاجی محمد محقق
گفتگو و مصاحبه اختصاصی با حاجی محمد محقق پیرامون مکتب قومندان سلیمانی
در ویژه‌برنامه‌ای ازتلویزیون معمار، گفتگوی اختصاصی با حاجی محمد محقق پیرامون جنبه‌های عمیق فکری و عملی مکتب فرمانده شهید حاج قاسم سلیمانی ترتیب داده شده است.
۲ اونۍ پیش
7:14 ب.ظ
مولوی- حسام
مکتب قومندان سلیمانی – مصاحبه با مولوی حسام
۲ اونۍ پیش
3:51 ب.ظ
نشست - تخصصی
نشست تخصصی بازخوانی ابعاد شخصیتی شهید قاسم سلیمانی
۲ اونۍ پیش
4:11 ب.ظ
fatemi
مخالفان طالبان؛ متحد برای تغییر یا اسیر در رقابت‌های داخلی؟
📌 برنامه فانوس در این برنامه، با حضور سید بلال فاطمی، کارشناس مسائل سیاسی، به تحلیل چالش‌های جریان‌های مخالف طالبان، نقش وابستگی به حمایت خارجی در تضعیف موقعیت آن‌ها، و راهکارهای ممکن برای انسجام و اثرگذاری بیشتر این جریان‌ها پرداخته می‌شود.
۲ اونۍ پیش
4:18 ب.ظ
104
د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې د TTP د فعالیتونو تر سیوري لاندې
۴ اونۍ پیش
7:57 ب.ظ
خبرگزاری معمار We would like to show you notifications for the latest news and updates.
Dismiss
Allow Notifications