په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او طالبان واک ته له رسېدو دوه کاله تېریږي. په تیرو دوو کلونو کې یو له هغو مسلو څخه چې د نړیوالې ټولنې پام یې ځانته اړولی د مهاجرت مسله ده. په یقین سره، د طالبانو د واکمنۍ په پیل کې یوه تر ټولو بدمرغه صحنې او پیښې چې نړۍ یې اغیزمنه کړې وه د زرګونو افغان نارینه او ښځو تېښته او د لویو امریکایی الوتکو د تېښتې صحنې وې. وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې واک ته ورسېدل، له افغانستان څخه په لویه کچه مهاجرتونه پیل شول. د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د شمېرو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته هره ورځ نږدې پنځه زره کسان له هېواده د غیر رسمي پولو له لارې کډوالېږي، چې په دوی کې لوی شمیر پوځي پرسونل، لوړ پوړي پوځي قوماندانان، د نظامي علومو متخصصین، د نظامي پوهنتون استادان او نور شتون لري. اقتصادي بحران، فقر او بې روزګاري، زده کړه او د ماشومانو لپاره د ژوند د فرصتونو ښه والی په افغانستان کې د مهاجرت له مهمو عواملو څخه دي، چې په لنډ ډول به پرې بحث وکړو. اقتصادي بحران، فقر او بې روزګاري: د جګړو او د قوي اقتصادي جوړښت د نشتوالي له امله ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دي. ښوونه او روزنه: د طالبانو په راتګ او د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځيو د دروازو تړلو او همدارنګه له هېواد څخه د ډېرو پوهنتونونو د استادانو په وتلو او په هېواد کې د ښوونیز نظام د سختې کمزورۍ له امله ډیری خلک د ښه تعلیم فرصتونو ترلاسه کولو لپاره مهاجر شوي. د ماشومانو لپاره د ژوند د فرصتونو ښه والی: ځینې افغانان مهاجرت ته د خپلو ماشومانو لپاره د ښو زده کړو او د ژوند د ښه فرصتونو د برابرولو په سترګه ګوري. خو بايد يادونه وشي چې نورو هېوادونو ته د افغانانو په ځانګړې توګه د افغان ځوانانو، اشرافو او سرمايه دارانو مهاجرت د افغانستان لپاره ډېرې منفي پايلې لري چې تر ټولو مهم يې دا دي: ۱- د کار ځواک له لاسه ورکول. ۲- د متخصصو او ماهرو افرادو له لاسه ورکول. ۳- د پانګونې کمښت. ۴- هويت او کلتوري کړکیچ. ۵- د ملي غرور کمیدل. په هرصورت، افغانستان ته د راستنیدونکو مهاجرینو شمیر هم د پام وړ دی، او د شمیرو له مخې، ۱.۷ ملیون خلک په خپله خوښه یا د مجبوریت له مخې افغانستان ته راستانه شوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5763
۱ کال پیش
شماره خبر 5763
منتشر شده در 6:11 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email