د بشري حقونو نړیواله ورځ یو فرصت دی چې نه یوازې د بشري حقونو په ارزښتونو او اصولو ټینګار وکړو، بلکه، موږ باید د هغو حکومتونو او ډلو د کړنو ننګونه وکړو چې دا حقونه تر پښو لاندې کوي. د طالبانو تګلارې او کړنې د بنسټیزو حقونو په اړه سیستماتیک بې غوري ښيي. د نجونو د زده کړې له منع کولو څخه نیولې تر دولتي ادارو او غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو بندیزونه پورې، پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د فردي حقونو تر پښو لاندې کول دي. او په یو ډول له عامه ډګر څخه د دوی شتون له منځه وړل ګڼل کیږي. دا چلندونه د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې یوازینۍ ښکاره سرغړونه نه ده؛ بلکه، دا د انساني کرامت او د ټولنیز عدالت بنسټونو ته مستقیم سپکاوی دی. د ښځو او نجونو د حقونو محدودول نه یوازې دوی بلکې ټولې ټولنې ته زیان رسوي. د اقتصادي او ټولنیز جریان څخه د نیم نفوس لرې کول د یو ملت د پرمختګ وړتیا کموي. ښځې او نجونې د راتلونکي نسل په روزلو، ټولنیزې روغتیا او اقتصادي هوساینې کې کلیدي رول لوبوي. خو په افغانستان کې د طالبانو سیاستونو نه یوازې دا چې دغو رولونو ته د ښځو د لاسرسي مخه ډب کړې ده، بلکې د ټول هېواد پرمختګ یې د سقوط پر لور درولی دی. څېړنو ښودلې ده چې په هغو ټولنو کې چې د ښځو حقونو ته درناوی نه کېږي، ډېری وخت له ژورې بې وزلۍ، پراخ فساد او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ وي. په افغانستان کې له زده کړو څخه د ښځو لیرې کول د ډاکټرانو، ښوونکو، انجینرانو او نورو حیاتي مسلکونو د نسلونو له لاسه ورکولو په معنا دي چې د هیواد په بیارغونه او پرمختګ کې رول لوبولی شي. د کار کولو څخه د ښځو محدودیت د هیواد اقتصاد فلج کړی او بې شمیره کورنۍ یې د فقر او محرومیت سره مخ کړي دي. د افغانستان د خلکو د مشروع نمایندګۍ ادعا یوازې هغه وخت منل کېدای شي چې د بشري حقونو نړیوالو ارزښتونو ته ژمن وي. طالبان باید پوه شي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره یو اساسي شرط دی. په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه پرله پسې سرغړونې یوازې د طالبانو ناکامي نه ده؛ بلکې دا د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو لپاره په نړۍ کې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د خپلو مکلفیتونو په پوره کولو کې یوه ازموینه ده. د بشري حقونو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو او کرامت د دفاع د اهمیت یادونه ده. په افغانستان کې دا ورځ باید د طالبانو د تبعیضي او جبري سیاستونو پر وړاندې د اعتراض په معنا وي. افغان ښځې او نجونې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه د دوی ازادي او پرمختګ نه یوازې د ځان لپاره بلکې د افغاني ټولنې د سوکالۍ لپاره هم حیاتي دي. په دې مبارزه کې ناکامي به د بشري حقونو د نړیوالو اصولو د زوال د منلو په معنی وي. لیکوال: م. کهریزنوی
![](https://memar.press/wp-content/smush-webp/2024/12/102-940x488.jpg.webp)
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112849
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112849
منتشر شده در 8:56 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email