لینک کوتاه: https://memar.press/?p=675
۲ کلونه پیش
شماره خبر 675
منتشر شده در 4:42 ب.ظ

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، امریکايي ځواکونو په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

د معمار وحدت د خبر له مخې، ښاغلي بایډن نن سهار د سی شنبې په ورځ (د اسد ۱۱) په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په کابل د افغانستان پلازمېنه په زړه کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

ښاغلي بایډن وویل: “ما په شخصي توګه د دې برید اجازه ورکړې وه او د الظواهري په وژلو سره د هغه لپاره عدالت اجرا شوي دي او دا ترهګر مشر نور ژوندی نه دی.

هغه څرګنده کړه: د القاعدې مشر په تیرو څو لسیزو کښې په تانزانیا کښې د امریکې په سفارت باندې د حملې په شمول په امریکایانو باندې په حملو کښې اساسي رول لوبولی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته الظواهري د القاعدې مشري پر غاړه درلوده.

د جوبایډن په وینا، الظواهري له کلونو راهیسې متحده ایالاتو ته مطلوب و او په دې وروستیو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د لیدو لپاره په کابل کې ځای پر ځای شوي و.

هغه وويل: “الظواهري د القاعدې يو له مهمو څېرو څخه و. هغه د بن لادن په ژوند کې د هغه د مرستيال په توګه کار کاوه. پر الظواهري بريد په احتياط سره پلان شوى و. ماموريت بريالى و.”

جمهور رئیس وویل: امریکا به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

  د امریکا د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکي له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو غوښتونکي دي

هغه زیاته کړه: موږ د امریکایانو د ګټو ساتنې ته دوام ورکوو او که څوک امریکا ته په هرځای کې ګواښ وکړي، امریکا به یې ومومي او پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت چارواکو د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د کابل د شهر پور په سیمه کې پر یوه تش کور توغندیز برید شوی او ویلي یې دي چې په دغه کور کې چاته زیان نه دی اوښتی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

استعفا رئیس ستاد کل ارتش اسرائیل پس از اذعان به شکست در برابر حماس
د اسراییلو د پوځ لوی درستیز د حماس پر وړاندې د ماتې له منلو وروسته استعفا
۵۹ minutes پیش
عباس ستانکزی : رسانه‌ها نقش حیاتی در جامعه امروز دارند
عباس ستانکزی: رسنۍ په نننۍ ټولنه کې مهم رول لوبوي
۱ گړی پیش
تعلیق پرداخت معاش کارمندان وزارت معارف
د پوهنې وزارت د کارمندانو د معاشونو د ورکړې ځنډول
۲ ساعتونه پیش
په افغان بازارونو کې د ډالرو بیه لوړه شوې ده
۳ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

د اسراییلو د پوځ لوی درستیز د حماس پر وړاندې د ماتې له منلو وروسته استعفا
۵۹ minutes پیش
استعفا رئیس ستاد کل ارتش اسرائیل پس از اذعان به شکست در برابر حماس
عباس ستانکزی: رسنۍ په نننۍ ټولنه کې مهم رول لوبوي
۱ گړی پیش
عباس ستانکزی : رسانه‌ها نقش حیاتی در جامعه امروز دارند
د پوهنې وزارت د کارمندانو د معاشونو د ورکړې ځنډول
۲ ساعتونه پیش
تعلیق پرداخت معاش کارمندان وزارت معارف
ټرمپ د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې
۳ ساعتونه پیش
ترامپ تمام کمک‌های خارجی امریکا را به مدت ۹۰ روز تعلیق کرد
طالبانو له ایران څخه وغوښتل چې د کډوالو لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي
۴ ساعتونه پیش
درخواست طالبان از ایران برای افزایش تسهیلات برای مهاجرین
مارکو روبیو د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو
۲۳ ساعتونه پیش
مارکو روبیو به عنوان وزیر خارجه دولت ترامپ تایید شد
چین او افغانستان د سیاسي او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ
۱ ورځ پیش
چین و افغانستان بر تقویت همکاری‌های سیاسی و اقتصادی تأکید کردند
ټرمپ: موږ به په اوکراین کې شخړه ژر تر ژره پای ته ورسوو
۱ ورځ پیش
اخبار اوکراین؛ ترامپ : درگیری اوکراین را در سریع‌ترین زمان ممکن پایان خواهیم داد

گزارش و مصاحبه

لغو پرواز ۱۶۶۰ پناهجوی افغانستانی به آمریکا با دستور ترامپ
ټرمپ امریکا ته د ۱۶۶۰ افغان کډوالو د لېږدولو الوتنې لغوه کړې
۱ ورځ پیش
2:49 ب.ظ
120
د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو د قضیې په راجع کولو کې د ګډون زیاتوالی
۳ ورځې پیش
1:11 ب.ظ
Screenshot (339)
صادرات محدود و واردات گسترده در افغانستان – برنامه فانوس
۲ اونۍ پیش
7:07 ب.ظ
112
محدود صادرات او پراخ واردات؛ د افغانستان صادرات څنګه وده کولای شي؟
۲ اونۍ پیش
7:28 ب.ظ
گفتگوی اختصاصی با حاجی محمد محقق
گفتگو و مصاحبه اختصاصی با حاجی محمد محقق پیرامون مکتب قومندان سلیمانی
در ویژه‌برنامه‌ای ازتلویزیون معمار، گفتگوی اختصاصی با حاجی محمد محقق پیرامون جنبه‌های عمیق فکری و عملی مکتب فرمانده شهید حاج قاسم سلیمانی ترتیب داده شده است.
۳ اونۍ پیش
7:14 ب.ظ
مولوی- حسام
مکتب قومندان سلیمانی – مصاحبه با مولوی حسام
۳ اونۍ پیش
3:51 ب.ظ
خبرگزاری معمار We would like to show you notifications for the latest news and updates.
Dismiss
Allow Notifications