د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو مرستیالانو د غونډې په څنډه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امینه بلوچ سره وکتل او د افغانستان د وضعیت او سیمه ییز امنیتي مسلو په اړه یې خبرې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د افغانستان امنیت او په سیمه باندې د هغې اغیزې، او همدارنګه د ګډو اندیښنو په شمول د سرحدي امنیت، د مخدره توکو قاچاق او غیرقانوني مهاجرت په اړه خبرې وکړې. په دې غونډه کې د غزې، سوریې او لبنان په پرمختګونو هم بحث وشو. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په ایران او پاکستان کې د مخ په زیاتیدونکي ترهګریزو ګواښونو، د مخدره توکو قاچاق او له افغانستان څخه د غیرقانوني کډوالۍ په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119528
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 119528
منتشر شده در 4:19 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email