د معمار پرس د خبر له مخې؛ د تحریر شام مشر ابو محمد الجولاني له بي بي سي سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې دی نه غواړي سوریه په بل افغانستان بدله کړي. هغه د دغو دوو هېوادونو کلتوري او ټولنيزو توپيرونو ته په اشارې سره وويل: افغانستان يوه قومي ټولنه ده، په داسې حال کې چې سوريه بېلابېل شرايط او دودونه لري. الجولاني زیاته کړه: “زه د ښځو په تعلیم باور لرم.” هغه همداراز د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریې د لګول شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه. د تحریر شام پلاوی مشر له نړیوالې ټولنې په تېره بیا له ملګروملتونو، امریکا، اروپایی اتحادیې او بریتانیا وغوښتل چې د دغې ډلې نوم د «ترهګرو سازمانونو» له لېست څخه لرې کړی
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113631
۱ میاشت پیش
شماره خبر 113631
منتشر شده در 6:16 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email