اقتصادي کمېسیون: هغه بندونه دې په ګوته شي، چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري

ملا عبدالغني برادر اخوند
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1711
۳ کلونه پیش
شماره خبر 1711
منتشر شده در 9:40 ق.ظ

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې:په یاده غونډه کې د کمال خان بند اړوند د کانالونو پاتې چارې به د ملي پراختیا شرکت له خوا د شوي قرارداد له مخې بشپړېږي او د بند پاتې چارو له تکمیلېدو وروسته به  د ځمکو د وېش په اړه پرېکړه کېږي.

همدارنګه په هېواد کې د ذخیروي بندونو د تخریب او ماتېدلو د مخنیوي، ساتنې او پاملرنې په پار پرېکړه وشوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت دې له مالیې وزارت سره په ګډه کار وکړي او هغه بندونه دې په ګوته کړي چې بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري او بیا دې د ملي بودیجې له لارې د دې بندونو د بیارغونې، ساتنې او څارنې لپاره موضوع د وروستۍ پرېکړې په پار اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د غونډې په بله برخه کې د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۳هـ.ق کال د رمضان المبارک د ۲۳ مې نېټې د شپږمې مصوبې د فیصلې پر اساس، د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک له خوا د نورو اړوندو وزارتونو، ادارو او خصوصي سکتور سره په مشوره د خصوصي شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د استرداد څرنګوالی تایید دی.

همدارنګه د هلمند د زمینداور کانال پروژې په اړه خبرې وشوې، پرېکړه وشوه، چې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په همغږۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، ملي پراختیا شرکت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې د زمینداور کانال په اړه یو ځل بیا څېړنې ترسره کړي او هلته دې د اوبو د زېرمو په پام کې نیولو سره د پروژې د امکان سنجۍ او قېمت ټاکنې په ګډون ترسره شویو مطالعاتو ته له سره کتنه وکړي او د خپلو موندنو راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

  په خپل منځ کې د منفي رقابت د زیاتوالي په اړه د طالب چارواکو اندېښنه

د غونډې په پای کې د هرات په ګمرک او اسلام کلا بندر او همدارنګه د هېواد په نورو ګمرکونو او بندرونو کې له ۲۰۱۰څخه د ټيټ ماډل موټرو او همدارنګه د ښي لاس هغو موټرو چې تېرې ادارې د پنځو کالو اسناد ورکړي وو، خو وخت یې پوره شوی دی او تېرې ادارې ضبط کړي دي، همداراز هغه موټر چې ترافیکي پېښې یې کړې دي او تېرې ادارې ضبط کړي دي؛ د دغو ټولو موټرو په اړه پرېکړه وشوه، چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ۲۷مې مصوبې د فیصلې پر اساس، د هېواد په ګمرکونو کې د درول شویو او نورو نامحصول شویو موټرو د محصول کولو او د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه دې د اسلامي امارت د ترانسپورتي چارو تنظیم کمېسیون له خوا د برابر شوي راپور پر اساس جوړه شوې طرح تطبیق او عملي شي او اړونده چارې دې د ټاکل شوي هیئت له خوا تعقیب شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
رکورد تاریخی بیت‌ کوین؛ یک‌ بیت‌کوین معادل 119 هزار دالر
رکورد تاریخی بیت‌ کوین؛ یک‌ بیت‌کوین معادل ۱۱۹ هزار دالر
۲۱ ساعتونه پیش
نابودی گنبد ارتباطی پایگاه امریکایی العُدید قطر در حمله موشکی ایران
د ایران توغندیو برید په قطر کې د امریکا په اډه کې (العدید) د مخابراتو گنبد ویجاړ کړ
۲۱ ساعتونه پیش
دور دوم گفتگوهای استراتژیک و راهبردی روسیه و کره شمالی
د روسیې او شمالي کوریا د ستراتیژیکو او ستراتیژیکو خبرو اترو دوهم پړاو
۲۲ ساعتونه پیش
tallaa
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه (شنبه، د سرطان ۲۱مه)
۲۳ ساعتونه پیش

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د 1404 کال د سرطان 21 )
۲۴ ساعتونه پیش
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: موږ له طالبانو سره یوازې په تخنیکي کچه اړیکه لرو
۱ ورځ پیش
طالبان: د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته رسیدګي لومړیتوب لري
۳ ورځې پیش
په غزه کې د صهیونیسټانو بې پایه جرمونه؛ چوپتیا په قتل عام کې د لاس لرلو معنی لري
۳ ورځې پیش
د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګډو کمیټو د جوړولو لپاره د ایران او افغانستان ګډ پلان
۳ ورځې پیش
طرح مشترک ایران و افغانستان برای ایجاد کمیته‌های مشترک برای حل مشکلات مهاجران
د طالبانو چارواکی: موږ د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ملاتړ کوو
۳ ورځې پیش
د بخښنې نړیوال سازمان: جرمني باید د افغان کډوالو د منلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي
۳ ورځې پیش
په افغانستان کې د بندون د ماتولو لپاره د ملګرو ملتونو پریکړه لیک
۴ ورځې پیش

گزارش و مصاحبه

جمعه‌خان پویا: تصمیم دیوان عالی آمریکا تهدیدی جدی برای امنیت پناهجویان افغان است
جمعه خان پویا، فعال حقوق بشر افغان، در گفت‌وگویی اختصاصی با تلویزیون معمار در برنامه فانوس، تصمیم اخیر دولت آمریکا مبنی بر اخراج پناهجویان افغان را به‌شدت محکوم کرده و آن را نقض تعهدات اخلاقی و امنیتی این کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:14 ب.ظ
صحرا کریمی: تغییر نام «افغان‌فلم»؛ آغاز پاکسازی فرهنگی توسط طالبان
در مصاحبه‌ای با برنامه «فانوس»، صحرا کریمی، رئیس پیشین «افغان‌فلم»، اعلام کرد که طالبان با تغییر نام این نهاد به «مدیریت سمعی و بصری»، درصدد حذف هویت فرهنگی و تاریخی افغانستان هستند. وی این اقدام را بخشی از پروژه‌ای برای تحریف حافظه جمعی و کنترل روایت‌های تصویری کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:41 ب.ظ
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
«مداخلات خارجی و حمایت از گروه‌های شبه‌نظامی در افغانستان در ایجاد وضعیت کنونی نقش کلیدی داشته‌ و رهبران سیاسی افغانستان نیز که با نگاهی به بیرون، بر عمق و پیچیدگی این بحران افزودند، از این مسئولیت مبرا نیستند...»
۲ میاشتی پیش
1:14 ب.ظ
یونس قانونی: غیبت طالبان در نشست بن از کاستی‌های بزرگ آن بود
یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه شتون د هغې له لویو نیمګړتیاوو څخه وه
۳ میاشتی پیش
1:55 ب.ظ
پاکستان: امکان لغو توافقات با طالبان وجود دارد
پاکستان: له طالبانو سره د تړونونو د لغوه کولو امکان شته
۳ میاشتی پیش
4:36 ب.ظ
درگیری در مرز پاکستان و افغانستان؛ هشت جنگجوی تحریک طالبان کشته شدند
د پاکستان او افغانستان په پوله کې شخړه؛ د تحریک طالبان اته جنګیالي ووژل شول
۳ میاشتی پیش
3:03 ب.ظ