د معمار پرس د خبر له مخې؛ په یوه وینا کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ځان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین “په نړۍ کې یوازې دوه رښتیني مشران” معرفي کړل. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر دوام ورکړ: “اوس په نړۍ کې یوازې دوه تجربه لرونکي مشران شتون لري؛ ښاغلی پوتین او زه.” هغه ټینګار وکړ چې دا څرګندونې په دې خاطر نه کوي چې ځان له دوی څخه ګڼي، بلکې د ولسمشر په توګه د خپلې اوږدې تجربې له امله کوي. اردوغان زیاته کړه:« زه له ۲۲ کلونو راهیسې په دې مقام کې یم، چې د ښاغلي پوتین ولسمشرۍ ته نږدې دی.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=112301
۱ میاشت پیش
شماره خبر 112301
منتشر شده در 3:38 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email