اتمر: طالبان دې خپلې ژمنې پوره کړي/بین الافغاني خبرې باید وشي

memaarpress.com
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1164
۳ کلونه پیش
شماره خبر 1164
منتشر شده در 4:31 ب.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ حنیف اتمر ویلي، چې د طالبانو د ناقانونه ادارې پر ځای باید بین الافغاني خبرې وشي، څو د خلکو د خوښې او د نوي سیاسي او نظامي تړون پر بنسټ نوي نظام رامنځته شي.

هغه چې د افغانستان په تېر حکومت کې یې په بېلابېلو پوستونو لکه د بهرنیو چارو د وزیر او د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی، وايي چې د طالبانو د حکومت مشروعیت نه درلودل د ټولو اوسنیو بحرانونو سرچینه ده.

ښاغلي اتمر وویل، هغه کړکېچونه چې اوسمهال زموږ هېواد اغېزمن کوي، له ملي او نړیوالې همکارۍ پرته د حل لاره نشته. خو د دغه ډول ملي او بین المللي همکاریو په لاره کې اساسي خنډ د موجوده حکومت مشروعیت نه درلودل ده او تر هغه چې دا ستونزه همداسې روانه وي، د بحرانونو حل ممکن نه دی.»

د سولې او عدالت ملي غورځنګ وايي، سلګونه سیاسي شخصیتونه یې سره راټول کړي دي. په غونډه کې د دغه حرکت د شتون په اعلانولو سره وویل شول چې د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره به ډېر ژر سیاسي خبرې پیل شي.

حنیف اتمر وايي، په لومړي ګام کې باید په افغانستان کې مشروع نظام جوړ شي. “ناجائز نظام او ادارې باید په داسې مشروع نظام او ادارې بدلې شي چې مشروعیت یې یوازې د خلکو په رایو او د افغانستان د ټولو خلکو په اراده ترلاسه شي.”

د سولې او عدالت ملي غورځنګ ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

  اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د شتون په تړاو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ادعاد رد کړه

دغه سياستوال نړيوالې ټولنې ته خبردارى ورکړ، چې که دا کار ونه شي، د افغانستان د کړکېچ به نه يوازې د دغه هېواد پر خلکو، بلکې ټولې نړۍ اغېزمنې کړي.

نوموړي د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې بې غوري ته په اشارې سره وويل: “بهرنيان کولاى شي د يوې ټاکلې مودې لپاره له دغه مسووليت څخه سرغړاوى وکړي او د وړو موخو په تر لاسه کولو سره خپل لويو موخو قرباني کړي، خو موږ له خپل مسووليت څخه سر نه شو اخيستى.”

نوموړي امریکا او طالبانو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید پر خپلو ژمنو ودرېږي.

ښاغلي اتمر خواشیني څرګنده کړه چې د دوحې په تړون کې له څلورو مهمو مادو څخه؛ د افغانستان د ترهګرو په مرکز نه بدلېدل، له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل، د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د سیاسي اجماع لپاره هوکړه، یوازې یوه خبره عملي شوه: د بهرنیو ځواکونو وتل.

حنیف اتمر طالبانو ته په خطاب کې وویل، که دایمي سوله غواړې، خپلې ژمنې پوره کړه. بین الافغاني خبرې وکړئ، ترڅو یوې هراړخیزې موافقې ته ورسیږو.”

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
12345465879
طالبان: د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته رسیدګي لومړیتوب لري
۲ ورځې پیش
طرح مشترک ایران و افغانستان برای ایجاد کمیته‌های مشترک برای حل مشکلات مهاجران
د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګډو کمیټو د جوړولو لپاره د ایران او افغانستان ګډ پلان
۲ ورځې پیش
1243546789
د طالبانو چارواکی: موږ د سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ملاتړ کوو
۲ ورځې پیش
1234456798
د بخښنې نړیوال سازمان: جرمني باید د افغان کډوالو د منلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي
۲ ورځې پیش

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

د اورګاډي په نړیوال کانګرس کې د افغانستان ګډون؛ چین ته د طالبانو د اورګاډي د وزیر مرستیال سفر
۳ ورځې پیش
اشتراک افغانستان در کنگره جهانی خطوط آهن؛ سفر معین خط آهن طالبان به چین
امریکا د روسیې لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل وغندل
۳ ورځې پیش
په تهران کې د افغانستان سفارت هیواد ته د کډوالو د راستنیدو لپاره د شرایطو اسانه کولو په اړه اعلان
۳ ورځې پیش
اطلاعیه سفارت افغانستان در تهران درباره تسهیل شرایط بازگشت مهاجران به کشور
د ترکي چارواکي پاکستان ته سفر؛ د سیمه ییز امنیت او ثبات په اړه مشورې، په ځانګړې توګه د افغانستان
۳ ورځې پیش
شهاب الدین دلاور د سیاسي او جهادي مشرانو څخه غوښتنه کوي چې افغانستان ته راستانه شي
۳ ورځې پیش
شهاب‌الدین دلاور خواستار بازگشت رهبران سیاسی و جهادی به افغانستان شد
د فرانسې ولسمشر د امریکا او چین څخه د اروپا د خپلواکۍ غوښتنه کوي
۳ ورځې پیش
رییس جمهور فرانسه خواستار استقلال اروپا از آمریکا و چین شد
د افغانستان اقتصادي خبرونه، د افغانستان په بازار کې د سرو زرو نننۍ بیه، چهارشنبه، د سرطان ۱۸مه، د سرو زرو نننۍ بیه په افغاني اسعارو کې، په افغانستان کې د سرو زرو د هر ګرام بیه
۳ ورځې پیش
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (چهار شنبه د 1404 کال د سرطان 18 )
۳ ورځې پیش

گزارش و مصاحبه

جمعه‌خان پویا: تصمیم دیوان عالی آمریکا تهدیدی جدی برای امنیت پناهجویان افغان است
جمعه خان پویا، فعال حقوق بشر افغان، در گفت‌وگویی اختصاصی با تلویزیون معمار در برنامه فانوس، تصمیم اخیر دولت آمریکا مبنی بر اخراج پناهجویان افغان را به‌شدت محکوم کرده و آن را نقض تعهدات اخلاقی و امنیتی این کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:14 ب.ظ
صحرا کریمی: تغییر نام «افغان‌فلم»؛ آغاز پاکسازی فرهنگی توسط طالبان
در مصاحبه‌ای با برنامه «فانوس»، صحرا کریمی، رئیس پیشین «افغان‌فلم»، اعلام کرد که طالبان با تغییر نام این نهاد به «مدیریت سمعی و بصری»، درصدد حذف هویت فرهنگی و تاریخی افغانستان هستند. وی این اقدام را بخشی از پروژه‌ای برای تحریف حافظه جمعی و کنترل روایت‌های تصویری کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:41 ب.ظ
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
«مداخلات خارجی و حمایت از گروه‌های شبه‌نظامی در افغانستان در ایجاد وضعیت کنونی نقش کلیدی داشته‌ و رهبران سیاسی افغانستان نیز که با نگاهی به بیرون، بر عمق و پیچیدگی این بحران افزودند، از این مسئولیت مبرا نیستند...»
۲ میاشتی پیش
1:14 ب.ظ
یونس قانونی: غیبت طالبان در نشست بن از کاستی‌های بزرگ آن بود
یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه شتون د هغې له لویو نیمګړتیاوو څخه وه
۳ میاشتی پیش
1:55 ب.ظ
پاکستان: امکان لغو توافقات با طالبان وجود دارد
پاکستان: له طالبانو سره د تړونونو د لغوه کولو امکان شته
۳ میاشتی پیش
4:36 ب.ظ
درگیری در مرز پاکستان و افغانستان؛ هشت جنگجوی تحریک طالبان کشته شدند
د پاکستان او افغانستان په پوله کې شخړه؛ د تحریک طالبان اته جنګیالي ووژل شول
۳ میاشتی پیش
3:03 ب.ظ