د معمار پرس د راپور له مخې، یو افغان لوبغاړی محمد صمیم فیضاد د ډوپینګ د مثبتې ازموینې له امله د المپیک له لوبو څخه په موقت ډول ایستل شوی دی. د “نړیوال ټیسټینګ ادارې” یا د ډوپینګ ضد نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د افغان جوډو لوبغاړي محمد صمیم فیضاد د ازموینې پایله مثبته ارزول شوې ده. دغې ادارې اعلان وکړ چې د دغه ۲۱ کلن ځوان په ازموینه کې یې انابولیک سټرایډونه موندلي دي. دا افغان لوبغاړی د پاریس په اولمپیک کې د ډوپینګ دریم شکمن قضیه ده. تر دې مخکې د عراق او نایجریا د دوو نورو ورزشکارانو پایلې هم مثبتې ارزول شوې وې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9825
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9825
منتشر شده در ۱۵:۴۳ - اسد ۱۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email