د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ (د اګست ۴مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ د عینک د مسو کان له تاریخي ځایونو څخه ۱۴۳۰ لرغوني اثار په کابل کې د لرغونپوهنې ریاست مرکزي لابراتوار ته لیږدول شوي دي.
د وزارت د لرغونپوهنې رییس سید ذبیح الله سادات وویل چې د بیارغونې او ثبت پروسې وروسته به دا اثار د دایمي نندارې او ساتنې لپاره د افغانستان ملي موزیم ته ولیږدول شي.
وزارت ادعا کوي چې دا اثار له ۵۰۰۰ کلونو څخه ډیر زاړه دي او د اسلام څخه مخکې دورې، په ځانګړي توګه د کوشانیان او ساسانیانو دورې پورې اړه لري.