د معمار پرس د خبر له مخې؛ مولوي عبدالکبیر د ولایتي ادارو سره د زیاتې همغږۍ او د فراه په پوله کې د کډوالو د احتمالي زیاتوالي لپاره د چمتووالي غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبیر د عدالت په رعایت او د موجوده ظرفیتونو څخه په غوره توګه کار اخیستلو ټینګار وکړ او له چارواکو یې وغوښتل چې د کډوالو د راستنیدونکو پروسه په بشپړه همغږۍ سره اداره کړي.
هغه زیاته کړه چې په هرات او نیمروز کې د کډوالو وضعیت په لنډ وخت کې تنظیم شوی دی.