د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران په پلازمینه تهران کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د رسمي رخصتیو او د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت، دا ماموریت به د چهارشنبې، جوزا له ۱۴مې څخه د شنبې، جوزا تر ۲۴مې پورې تړلی وي.
په تهران کې د افغانستان سفارت د اعلان له مخې، په دې موده کې به ټول قونسلګري او اداري خدمات وځنډول شي او مراجعینو ته به هیڅ ډول خدمات نه وړاندې کیږي.
سفارت همدارنګه ټینګار وکړ چې یکشنبه، جوزا ۲۵مه به د رخصتیو وروسته لومړۍ کاري ورځ وي.