د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه، د جوزا ۹مه) د ټیسلا او سپیس ایکس اجرایوي رییس ایلان ماسک سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په افغانستان کې د پاتې امریکایي پوځي تجهیزاتو په اړه په کلکه نیوکه وکړه.
هغه دا پیښه “د هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې شیبه” وبلله.
په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزاتو پریښودو ته په اشارې سره، ټرمپ دا د “کمزوري پلان جوړونې او مدیریت” نښه وګڼله.
هغه ټینګار وکړ چې دې پیښې د امریکا نړیوال شهرت ته زیان رسولی دی.