د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه انسټيټيوټ د دوشنبې په ورځ (د عقرب ٩مه) يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي، چې سږ کال د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې د بستر شويو ماشومانو شمېر د تېر په پرتله ٤٧ سلنه زيات شوى دى.
د ماشومانو د خوندیتوب انسټیټیوټ ټینګار کوي چې هڅه کوي د خوارځواکۍ ماشومانو د مړینې کچه راټیټه کړي؛ خو په ځینو سیمو کې ځینې خوارځواکي ماشومان روغتون ته له رسېدو مخکې مري.
دغه انسټیټیوټ د منابعو کمښت په افغانستان کې لویه ستونزه بولي او وايي چې همدا لامل دی چې د خوارځواکۍ د کچې د راټیټولو لپاره د دغه انسټیټیوټ هڅې سل په سلو کې بریالۍ نه وې.