د معمار پرس د خبر له مخې؛ مارک کارني، د کاناډا مرکزي بانک پخوانی مشر او مشهور کاناډایی سیاستوال، د لیبرال ګوند په کنفرانس کې د دې ګوند د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
هغه چي ۵۹ کلن دي به د کاناډا د صدراعظم جسټین ټروډو ځای ناستی شي، چې د نهه کاله واکمنۍ وروسته یې استعفا ورکړه.
کارني هغه مهال د لیبرال مشر په توګه دنده په غاړه واخیسته کله چې د هغه هیواد د متحده ایالاتو سره په سوداګریزو کړکیچونو کې ښکیل دي.
دغه تجربه لرونکی سیاستوال، چې د کاناډا په مرکزي بانک کې د اقتصاد د مدیریت تجربه لري، اوس د عمومي ټاکنو څخه مخکې د لیبرال ګوند د مشرۍ دنده لري.
راتلونکې ټاکنې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د کاناډا اقتصاد د امریکا د سوداګرۍ پالیسیو او نړیوالو پرمختګونو له امله اغیزمن کیږي.